نوزاد کي د دوه سوه او اولس زره امریکایي ډالرو په لګښت د چیکډېمونو درې”۳” پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې

ویژه روز-د هلمند ولایت مقام،اقتصادریاست او پېښو په وړاندي مبارزې ریاست په ګډو هڅو او د ډي آر سي موسسې”د مهاجرینو سره د مرستي ډنمارک کمېټې” په مالي همکارۍ د نوزاد ولسوالۍ خواجه جمال،بادخانې او تورخان په سیمو کي د دوه سوه او اولس زره”۲۱۷۰۰۰” امریکایي ډالرو په لګښت درې”۳” چیکډېمونه جوړ او تېره ورځ ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
د ولایت مقام په یو اعلامیه ی کی وایی،د یادو چیکډیمونو کار د پېښو په وړاندي مبارزې ریاست تر سرپرستۍ لاندي د تېرو شپږو”۶”میاشتو څخه روان ؤ،د ولایت مقام،اقتصاد ریاست او پېښو په وړاندي مبارزې ریاست له لوري یې نظارت کېدی چي تېره ورځ یې چاري بشپړ سوې.
یاد چیکډیمونه په اساسي او معیاري ډول،په ښه کیفیت جوړ سوي چي د سېلابونو زرګونه متره مکعبه اوبه به ذخیره او د مځکي لاندي اوبو سطحه به ورسره رالوړه سي.
ځایي خلګو د دې پروژو په بشپړ کېدو سره خوښي څرګنده او د مسؤلینو او خیریه بنسټونو څخه یې مننه وکړه؛ چي تل یې د عامه خدماتو په ترسره کولو کي بارز رول لوبولی دی.
ویژه روز