د ګاونډیو هیوادونو اسعارو او پیسو را واردول افغانستان ته منع دي

ویژه روز-د وزیرانو شورا نوی حکم صادر کړی دی چې د افغاني پیسو کارول او د اسعارو، طلا او قیمتي ډبرو قاچاق مخه ونیول شي.
د حکم شمېره (۴۰۸۸، د ۲۶/۰۷/۱۴۴۶ هـ ق) کې راغلي چې ټول سوداګر، صرافان، قیمتي ډبرو انتقالونکي او ټول افغانان دې غوښتنه شوې چې د ډالرو انتقال د مجاز حد څخه زیات نه کړي.
دغه حکم د وزیرانو شورا د مقام څخه جدي خبرداری ورکوي که چیرې څوک د ټاکل شوې اندازې نه زیات ډالر انتقال کړي، نو هغه به مجرم ګڼل شي.
په دې حکم کې د هوا او ځمکې له لارې د پیسو د انتقال کچه په لاندې ډول ټاکل شوې:
۱. ټول هیوادوال باید د سوداګرۍ پر مهال یوازې د افغاني پیسو وکاروی.
۲. هیڅوک نه شي کولای چې له هوایي ډګرونو څخه زیات د پنځو زرو (۵۰۰۰) ډالرو او له ځمکې (سرحدونو او پولې) څخه زیات د پنځه سوه (۵۰۰) ډالرو انتقال وکړي.
– د یو میلیون ډالرو په مقابل کې، سزا یو کال بند دی.
– د یو میلیون ډالرو څخه کم، د هر سل زره ډالرو لپاره یوه میاشت بند او له دې کچې څخه تر ټاکلې اندازې پورې به لس ورځې بند پاتې شي.
۴. هغه پیسې او طلا چې د تخلف کوونکو نه ترلاسه کېږي، به د وزیرانو شورا مقام تر نظر لاندې د افغانستان بانک ته وسپارل شي.
۵. د ګاونډیو هیوادونو اسعارو او پیسو را واردول افغانستان ته منع دي.
۶. د اسعارو، طلا، قیمتي ډبرو او تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوي مسولیت د استخباراتو ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د ملي دفاع وزارت پورې اړه لري.
دغه پریکړه هغه مهال نیول شوې چې د څو ورځې را پدی خوا د افغاني پیسو په وړاندې د ډالر قیمت لوړ شوی دی.
ویژه روز