د افغانستان دسوداګرۍ خوني مسؤلین وایي دارزګان د حاصلاتو لپاره نړيواله بازارموندنه کوو
گزارشگر/ حکمت الله پاسون،ارزگان

ویژه روز-د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونې مسولين وايي هڅې يې پیل کړي ترڅو دارزګان دکروندګرو د حاصلاتو لپاره په نړيوال مارکيټ کې بازار موندنه وکړي او سوداګرو ته اسانتیاوي رامنځته کړو.
تازه په ارزګان ولايت کې د سوداګرۍ او پانګوني خونه پرانيستل شول.
اخوا کروندګر او سوداګر دیادي خوني په پرنستل کیدو خوښ دي او وایي هیله ښه یي چي په راتلونکي کي به یي حاصلاتو ته ښه بازار موندنه وشي.
ارزګان ولايت چې تر ۸۰ سلنې زيات اوسيدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي تازه دي ولايت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني مشر محمديونس مهمند سفر کړی او دلته يې د حاصلاتو د بازار موندني لپاره د سوداګرۍ خونه پرانيستل.
دافغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني مشر محمد يونس مهمند ویژه روز ته وايي غواړي چې د ارزګان ولايت د ګروندګرو دحاصلاتو لپاره نړيوال مارکيټ پیدا کړي.
د سوداګرۍ او پانګوني د خونې ددغه مشر په وينا چې ډير بهرني سوداګر په افغانستان کې پانګوني ته ليواله دي خو په خبره يې چې دوی يوازي هغو سوداګرو ته چانس ورکوي چې ورسره د افغانان اقتصاد ته ګټه رسيږي.
د ارزګان دسوداګری او پانګوني خوني مشر
په ورته وخت کې په ارزګان ولايت کې د سوداګرۍ په برخه کې په کار بوخت تجاران وايي چې په تيرو وختونو کې به دوی د تجارت په برخه کې لويه ستونزه د حاصلاتو لپاره د بازار نه شتون وه خو د سوداګرۍ خوني په پرانيستلو سره به يې دغه ستونزه حل شي.
داپه داسي حال کې ده چې په تيرو وختونو کې ددي ولايت کروندګر تل غوښتنه کول چې د دوی د حاصلاتو لپاره دي بازار موندنه وشي.
پای