د افغانستان او ترکمنستان په سرحدي سیمه کي لنډمهاله بندر جوړېږي

ویژه روز-د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ یو پلاوی، چي د یو شمېر نورو وزارتونو او ادارو لوړ پوړي مسئولین ئې هم ملګري ول، د ترکمنستان سرحد اباد سیمي ته سفر وکړ او هلته ئې د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف، د ټاپي پروژې له رئیس مراد امانوف او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره وکتل.
په دې کتنه کي دواړو لوریو د ټاپي پروژې له پاره د افغانستان خاوري ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ پر لېږدولو د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمي اسلیم چشمه کي د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبري وکړې.
افغان پلاوي له خپل لوري څخه د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړ او په سرحدي سیمه کي د کارکوونکو د تګ او راتګ د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه د ترکمنستان هیواد وړاندیزونه ئې د تائید وړ وبلل، چي د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یادداښت له تبادله کولو وروسته به عملي سي
د ترکمنستان هیواد پلاوي هم د ټاپي پروژې د کار د چټکوالي او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه وکړه.
ویژه روز