سیاسي
د افغانستان اسلامی امارت د استازي ګډون د عمان د اقلیم په غونډه کې
حافظ عمر، د اسلامي امارت سفیر په عمان کې، د اقلیمي بدلون په اړه یوې تخصصي غونډه کې چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

یاده غونډه د ډاکټر عبدالله بن علي العمري، د عمان د چاپېریال ادارې مشر، په مشرۍ او د ګڼ شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو او نړیوالو کارپوهانو په حضور کې ترسره شوه.
په غونډه کې اعلان وشو چې د عمان د اقلیم اونۍ به د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې د عمان په کنفرانس مرکز کې ترسره شي.
په دې علمي او تخصصي ناسته کې به نوي نړیوالې څېړنې د اقلیم او چاپېریال په برخه کې وړاندې شي.
د دې اونۍ اساسي موخې دا دي:
– د اقلیمي بدلون پر ضد ګډ اقدامات پیاوړي کول
– سیمه ییزه او نړیواله همکاري پراخول
– نوښتګر حللارې معرفي کول
– د شنه اقتصاد ملاتړ
– د عمان د ۲۰۴۰ لیدلوري پیاوړتیا
پای




