یوسف جهانگیر د اسلامي هېوادونو د همبستګۍ سیالیو اتل شو؛ حامد کرزی مبارکي وویله
شازیه کریمي – محمد یوسف جهانگیر، د افغانستان د موی تای ملي ټیم لوبغاړی، د اسلامي هېوادونو د همبستګۍ په سیالیو کې د ترکیې له سیال څخه په پایلوبه کې بری ترلاسه کړ او د افغانستان لپاره یې د دغو سیالیو لومړۍ د سرو زرو مډال وګاټه.

جهانگیر د جمعې په شپه (۲۳ عقرب) د ۷۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د ترکیې له مهمت علي سره سیالي وکړه او په درې پړاوونو کې یې د ۲۹ پر ۲۸ نمرېو په توپیر بریا خپله کړه.
نوموړی تر دې مخکې د اندونیزیا او سعودي عربستان سیالان مات کړي وو او پایلوبې ته رسیدلی و.
د دې بریا په مناسبت، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې یوسف جهانگیر ته مبارکي ورکړه.
کرزي په خپل پیغام کې لیکلي: «د افغانستان د مویتای ملي ټیم لوبغاړی، محمد یوسف جهانگیر، د اسلامي هېوادونو د همبستګۍ په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه او اتل شو.
زه په ځانګړې توګه یوسف جهانگیر ته مبارکي وایم او د هغه او د هېواد ټولو ورزشکارانو لپاره د لا زیاتو بریاوو هیله لرم.»
یوسف جهانگیر او سید حمیدالله سادات، د افغانستان دوه استازي دي چې د مویتای په برخه کې د دې نړیوالو سیالیو برخه اخیستې او د هېواد استازیتوب یې کړی دی.
د اسلامي هېوادونو د همبستګۍ شپږم پړاو سیالۍ د نومبر په ۴مه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې پیل شوې او تر ۲۱مې نېټې دوام کوي.
په دې سیالیو کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو ورزشکاران په ۲۱ ورزشي برخو کې سره سیالي کوي.
پای

