د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د ننگرهار محبس څخه (۹۵) تنه بنديان خوشې سول
گزارشگر/ بلال احمدی

ویژه روز-د ننګرهار ولايت مسولان وایی له عمومي محبس څخه د اميرالمؤمنين د فرمان له مخې د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت (۹۵) تنه بنديان خوشې او خپلو کورونو ته ستانه سول.
د ننګرهار ولايت عمومي محبس مسوول مولوي محمد مقتدا وويل: د اميرالمؤمنين د فرمان په اساس د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت له دې محبس څخه د(۳) ښځينه وو او (۶) ماشومانو په ګډون (۹۵) تنه، چې جرمونه يې واړه وو د شفقت او مهربانۍ له مخې خوشې او خپلو کورونو ته ستانه سول.
د ننګرهار ولايت د محبس مسؤول خوشې سوو بنديانو ته په خپلو خبرو کې لارښوونه وکړه، چې له دې وروسته بايد په ټولنه کې لکه د نېکو خلکو په شان ژوند وکړئ، هېڅ وخت داسې کړنې مه ترسره کوئ، چې جرم وګڼل سي او يا هم د خلکو او نظام پرخلاف عمل وي.
په خوشې سوو بنديانو د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې دوی ته يې د کوچني اختر رارسېدو له امله عفوه او له بنده يې خوشې کړل.
يادو کسانو ژمنه وکړه، چې هېڅ وخت به داسې عمل ترسره نه کړي، چې د خلکو او نظام په خلاف وي او يا جرم وګڼل سي.
پای