کورنیو چارو وزارت: موبایل پلورونکي او اخیستونکي د پیر او پلور پر مهال د ځانګړي فورم په ډکولو مکلف دي
د کورنيو چارو وزارت د انتک ریاست مسئولينو د لا ښه نظم د تامین او د جرایمو د مخنیوي لپاره د موبایل پلورونکو د اتحادیې سره په ناسته کې د موبایل هر ډول پير او پلور د اصولو تابع وګرځوه.

ویژه روز-د کورنیو چارو وزارت وایی؛وروسته له دې د موبایل(ګرځنده ټيلیفون) پلورونکي مکلف دي چې د موبایل د پلور پر مهال د اخیستونکي معلومات په ځانګړي رسمي فورم کې ثبت او راجسټر کړي.
د کورنيو چارو وزارت د انتک ریاست مسئولينو د لا ښه نظم د تامین او د جرایمو د مخنیوي لپاره د موبایل پلورونکو د اتحادیې سره په ناسته کې د موبایل هر ډول پير او پلور د اصولو تابع وګرځوه.
په دې ناسته کې هوکړه وشوه چې وروسته تر دې باید د موبایل د پلور پر مهال د اخیستونکي بشپړ معلومات ځانګړې فورمې کې ورسول شي او د موبايل ځانګړی IME نمبر د مشخص اخیستونکي په نوم ثبت شي.
دوی وایی،تر څو په دې برخه کې د هر ډول بې مسئولیتیو مخه ونیول شي د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست د رسمي هدایاتو له مخې موبایل پلورونکي او اخیستونکي د پیر او پلور پر مهال د ځانګړي فورم په ډکولو مکلف دي.
او ددې چارې نه ترسره کول به قانوني سرغړونه وي چې جدي چلند به یې پر وړاندې وشي.
فوزیه صدیقی
ویژه روز/کابل