
ویژه روز-د انارګل کلنۍ مشاعرې لپاره تېر ماښام د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د عينو مېنې ښارګوټي کې ستر مراسم نيول شوي وو، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه او د ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد په شمول مرکزي او ولایتي مسئولینو، شاعرانو، ترانه خوانانو، کلتورپالو او د هيواد له ګوټ ګوټ څخه زرګونو هیوادوالو ګډون کړی وو.
د مشاعرې د ويناوو برخه ډېره کمه وه، زیاته برخه یې شعرونو او ترانو ته ځانګړې شوې وه.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني و ویل، چې د ویاړ ځای دی، چې د کندهار انارګل مشاعره د امن په فضاء کې لمانځي، د ا.ا.ا. مسئولین تر ازادۍ ورورسته اوس د اقتصاد او کلتور د ودې لپاره کار کوي، د مشاعرو هدف د هیواد کلتوري فعالیتونو ته لا پرمختګ ورکول دي.
ورپسې د ا.ا.ا. وياند ذبيح الله مجاهد وينا وکړه، نوموړي وویل، چي کلتور او ژبه د یوه ملت ژوند دی، موږ باید د کلتور او ژبي ساتنه وکړو او د اسلام د پرمختګ او ګټي لپاره یې وکاروو، چې خوشبختانه افغانانو دا کار کړی دی.
ښاغلي مجاهد زياته کړه، چې لیکوالان، شاعران او د قلم خاوندان دي د نظام د بقاء لپاره کار وکړي، د یرغلګرو د ماتي هدف دا وو، چي اسلامي نظام قایم شي، چې دا کار د سنګر مجاهدینو وکړ، اوس بايد د شعر، حماسې او قلم په توګه د نظام ساتنه وشي.
د اطلاعات او کلتور وزير ملا خير الله خيرخواه هم وینا وکړه،وویل، اوس دښمن مات شوی دی، خو له لیري هڅه کوي چې د افغانستان بله ډېوه پیکه کړه، راځئ په ګډه د دښمن شوم اهداف خنثی کړو.
ښاغلي وزیر همدا راز وویل، چې دښمنانو په تېرو کلونو کې زموږ شاعران او د قلم خاوندان هم هدف ګرځول، اوس چې امن دی، باید ټول هیوادوال د یووالي ترڅنګ خپل ثقافت او کلتور وساتي، د شاعرانو او کلتورپالو څخه مې دا غوښتنه ده، چې د راتلوونکي نسل لپاره داسې شعرونه او حماسې ولیکي، چې د خپل ثقافت او کلتور څخه باخبره شي او د نورو د ثقافت او کلتور تر اغیز لاندي رانه سي.
وروسته شاعرانو او ترانه خوانانو شعرونه او ترانې وړاندې کړل او د مشاعرې په وروستۍ برخه کې تمثيلي پارچه هم ترسره شوه، چې د ګډونوالو د تود هرکلي سره مخ وه.
پای