خبرونه
په هلمند کی،د روان کال حج د فريضې ادايني په موخه تر دامهاله ۱۵۴۷۲تنو نوم لیکنه کړې

ویژه روز-د روان کال حج د فريضې ادايني په موخه تر دامهاله پنځلس زره څلور سوه دوه اویا”۱۵۴۷۲” تنو نوم لیکنه کړې او دا لړی لا هم روانه ده.
د هلمند ولايت د ارشاد، حج او اوقافو په رياست کي تېره اونۍ د حج د فريضې د اداء کولو په موخه د نوم لیکني پروسه پیل سوې چی ګڼ شمير خلګو د نوم لیکني په پروسه کي ګډون کړی.
دشنبې ورځ (٢١٠٣) تنه، دیکشنبې ورځ (٣٠٤٧) تنه، ددوشنبې ورځ (٣٣٢٤) تنه، دسې شنبې ورځ (٣٢٢٤) تنه، دچهارشنبې ورځ (٢٢٨٨) تنه اودپنجشنبې په ورځ (١٤٨٦) تنه دحج د عادي سهم لپاره ثبت سوه.
د هلمند ولایت د خپرشوی خبرپاڼی راغلی چي دشپږورځومجموعه تعداد (١٥٤٧٢) کیږي او دالړۍ د رارواني اونۍ تر سې شنبې ورځي پوري جریان ولري.
د یادولو ده؛ چي د نوملیکني تر بشپړ کېدلو وروسته به یوه ورځ د قرعه کشۍ لپاره ټاکل کېږي او د طرزالعمل سره سم به بعدي اجراات تنظیمیږي.
ویژه روز