
ویژه روز-د نورستان ولایت د والی ویاند وایی؛د سوالګرو د راټولولو کمېسیون د جوړولو او یادې برنامې د پیل کولو په موخه له مرکز څخه راغلي پلاوي نن خپله لومړنۍ ناسته د نورستان د ولایت په مقام کې ترسره کړه.
سیف الدین لتون،د نورستان والی ویاند ویژه روز ته ویویل د سرې میاشتې ریاست ياد پلاوي د ولایت په مقام کې د دې ولایت د والي حافظ محمد ادا حکيم په لارښوونه په جوړه شوې ناسته کې د انساني سرچینو د رئیس قاري فتح الله سره د دغه کمېسیون پر دندو او سوالګرو د راټولو پر کړنلاره خبرې وکړې .
د دوي په وینا د سوالګرو د تثبیت څخه وروسته د دغه سوالګرو کم عمره يې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړونده حرفوي او نورو زده کړه ايزو مرکزونو ته ورپېژندل کېږي، ترڅنګ يې د لوړ عمر لرونکي سوالګر چې مستحقین دي ،ثبت او بایومتریک کېږي او په میاشتیني ډول معاشات ورته ورکول کېږي.
همدارنګه هغه ماشومان چې په ورته وخت کې د خپلې کورنۍ نفقه په غاړه لري د زده کړو سربېره يې د کورنۍ سره هم مرسته کېږي.
د سوالګرو د راټولو کمېسیون کې امنیه قومانداني، د سرې میاشتې، کار اوټولنیزو چارو ریاستونه په اړونده برخو کې دندې لري ترڅو سوالګر راټول او د ثبت او امتيازاتو د ورکړې پروسه يې سرته ورسوي.
د انساني سرچینو رئیس په دغه ناسته کې راغلي پلاوي ته د دې ولایت د خلکو خراب اقتصادي وضعیت په اړه د معلوماتو سربېره دوي ته هراړخیز ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده ،چې د نورستان والي له دې وړاندې هم د یو شمېر نړیوالو خیریه بنسټونو سره د دې ولایت د بې بضاعته کورنیو او ماشومانو سره د همکارۍ غوښتنې کړې وې، چې په اسټرالیا کې د افغانانو خیریه بنسټ په دې ولایت کې د یو روزنتون د جوړولو ژمنه هم کړې ده.
پای