
ویژه روز-د ننګرهار ولایت امنیتی چارواکی وایی چی په مومندرې ولسوالۍ په شهيدانو موړ کې یو کرولا ډوله موټر له سرکه ښکته لوېدلي دي چې له امله یې درې تنه ټپیان سوي دي.
دننګرهار ولايت امنيه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی د دی خبر په تاید وایی؛همدارنګه د تورخم ټول پلازې ته څېرمه یو ټېلر موټر چپه سوي دي چې په نتیجه کې یې یو تن سخت ټپي سوي دي.
د زابلی په وینا؛د مومندرې ولسوالۍ مجاهدینو د دواړو پېښو ځایونو ته پر وخت ځانونه رسولي دي او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.
شاغلی زابلی وایی،په یادو ټپیانو کې د یوه ټپي روغتیایي وضعیت نازک وو چې د درملنې په موخه کوزې پښتوخوا ته انتقال سوي پاته درې ټپيان بیا د مومندرې په روغتون کې تر درملنې لانې دي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دي.
ننگرهار