
ویژه روز-نن له غرمې وروسته د لوګر مرستیال والي مولوي عنایتالله شجاع په داسې حال کې چې د لوګر یو شمېر مسؤولینو یې ملتیا کوله د سېلابونو له امله زیانمن شویو کورنیو او متضرره شویو زراعتي ځمکو څخه لیدنه وکړه.
د سيلابونو د راوتلو په لومړي ساعت کې مولوي عنايتالله د کلنګار او بابوس هغو سيمو ته ولاړ چې هلته سیلابونه راغلي وو او له شته امکاناتو يې ګټه پورته کړه او له هېوادوالو سره يې همکاري وکړه.
د لوګر مرستيال والي زيانمن شوي خلکو سره د لیدنې پر مهال وويل چې موږ ټول بايد لاسونه سره يو کړو او له سیلابځپلو سره همکاري وکړو.
نوموړي له خيريه بنسټونو او موسسو وغوښتل، چې له سیلاب ځپلو سره همکاري وکړي او خپله ايماني او وجداني دنده ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دغو سيلابونو کې سلګونه جريبه کرنيزهځمکه او لسګونه کورونه زيانمن شوي او ګڼ شمېر خلک بې کوره شوي دي.
باید وویل شي، چې د لوګر مرستیال والي مولوي عنايتالله شجاع د لوګر ولایت د طبیعي پیښو پروړاندی د مبارزی رئیس مولوي عبدالله مفکر په همکارې پر یو شمېر سیلاب ځپلو کورنیو کمپلې او خوراکي توکي هم وویشل.
پای