
ویژه روز-تيره ورځ د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سيمه کې ماسپښين مهال د قاري عبدالوکيل په نوم یو تن د ناپېژانده موټرسايکل سپرو په يوه بريد کې ووژل شو.
د استخبارات لوی ریاست وایی د پيښې په اړه له تيرې ورځې راهیسې جدي پلټنې روانې وې چې نن ورځ د نوموړي قاتل محمد ابراهيم ونیول شو.
د دی ریاست په وینا محمد ابراهیم هم د یادې سیمې اوسیدونکی دی او په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې یې د قتل انګيزه يوه شخصي موضوع وبلله.
د استخباراتو د منسوبينو پلټنې هم ښيي چې د ياد قتل انګيزه شخصي موضوع ده او کوم بل اړخ نه لري.
د يادې سيمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې د اسلامي امارت په امنيتي ارګانونو کې مؤظف مجاهدين ويښ دي، هيڅ مجرم ته فرصت نه ورکوي چې د اسلامي شريعت د حکمونو له تطبیق څخه خپل ځان مخفي او فرار وکړي.
پای