په افغانستان کې د لوړو زده کړو وزارت کې د نوي سیسټم پیل، د مخابراتو وزارت سره همکاري
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکمراني او اداري کړنو د ښه کولو په موخه، د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تألیف او ترجمې ریاست لپاره یو نوی سیسټم طراحی او پیل کړی دی. دغه سیسټم چې د مخابراتو او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د یوه رسمي تړون پر بنسټ جوړ شوی، اوس مهال په کارولو کې دی.

ویژه روز-کابل-د مخابراتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزي وایي: “نوی سیسټم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلانونو یوه برخه ده چې هدف یې په هیواد کې د معلوماتي سیسټمونو پراختیا او د ډیجیټل حکمراني پلي کول دي.
دغه سیسټم د اداري پروسې په اسانولو کې مرسته کوي او د حکومتي ادارو کارکردګۍ او شفافیت ته وده ورکوي.”
د مخابراتو وزارت د ډیجیټل حکمراني ریاست له لارې چې په افغانستان کې د معلوماتي سیسټمونو د پراختیا او پلي کولو مسؤل دی، د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تألیف او ترجمې ریاست ۱۲ تنو کارکوونکو ته د دې سیسټم په مؤثره توګه د کارولو لپاره یو روزنیز پروګرام هم ترتیب کړی دی.
دغه سیسټم یو شمېر ماډولونه لري چې په کې د غوښتنلیکونو مدیریت، د علمي اثارو مدیریت، د معلوماتو او لارښوونو تنظیم د ویب پاڼې له لارې، راپور ورکول، د سیسټم تنظیمات، د مراجعه کونکو پیغامونه او د څیړنیز مرکزونو مدیریت شامل دي.
الکوزي زیاته کړه: “د مخابراتو وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د معلوماتي سیسټمونو له لارې د حکومتي ادارو کارونه لا اسانه کړي او د ټکنالوجۍ څخه ګټه پورته کړي.”
دغه اقدامات د افغانستان حکومت ستر هدف دی چې د حکومتي خدماتو ډیجیټل کول او د ادارو ترمنځ شفافیت او د اداري پروسو ښه والی ته وده ورکړي، په ځانګړي ډول د تعلیمي او څیړنیزو برخو کې.
ویژه روز