خبرونه
پروان کې طالبانو په تیرو دوو میاشتو کې ۱۲ کسان د موټرو د غلا په تور نیولي دي
ویژه روز-د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ څخه نن(پنجشنبه۴ د چنګاښ/کب) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په تیرو دوو میاشتو وکې د دغه ولایت په مرکز او بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال دولس تنه هغه غله نیولي دی، چې په بیلابیلو ولایتونو کې له خلکو څخه موټرې غلا کولې.

خبرپاڼې زیاته کړې چې له له نیول شویو کسانو یې دوه موټرې هم خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي.
چارواکي داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د وسله والو غلو زیاتوالي عام خلک اندیښمن کړي او دمخنیوي په برخه کې یې له طالب چارواکو د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي.
ویژه روز