
ویژه روز-نن یکشنبه د پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار اړوند اوومې امنیتي حوزې په سیمه کې یو سراچه ډوله سپین موټر له سرک څخه اوښتی و چې په نتیجه کې پینځه تنه ټپیان شول.
دپروان ولایت امنیه قومندانۍ ویاند محمد کامران زید وایی د پیښې ټپیان د اړوندې حوزې د مسؤلینو په همکارۍ د پروان ولایت ملکي روغټون ته انتقال شوی دي.
بلخوا د یاد ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د موسم کلي په سیمه کې یو رکشه ډوله چې سوارلي پکې ناسته وه له سرک څخه اوښتې او د چپه کیدو له امله یې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون پینځه تنه ټپیان شوي دي.
د پیښې ټپیان د سیمې د اوسیدونکو او مسؤلینو په همکارۍ د کوه صافي ولسوالۍ شا بستریز روغتون ته لیږدول شوي دي او د موټر چلونکی د وضیعت د خرابوالي په وجه د یاد ولایت مرکزي روغتون ته لیږدول شوی دی.
همدارنګه د یاد ولایت مرکز اړوند دویمې امنیتي حوزې د سر بالاغیل په سیمه کې د یو رکشه او سراچه ډوله موټر تر منځ ترافیکي پیښه شوې ده چې په پایله کې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي د پیښې زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو پیښو اصلي علت د موټر چلونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
پای