ټی ټی پی،د پاکستان ولس سره خپل خواږي څرګنده کړه

ویژه روز-په اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند له تېرو درې ورځو راهيسې په سوله ييز لاريون بوخت و چې تېره شپه پرې پر پاکستان مسلطو امنیتي ادارو پر لاريون کوونکو يې ناتاره ډزې وکړې او د ظلم او وحشت بازار يې ګرم کړ.
ټی ټی پی په خبرپاڼه کی ویلی،چې تراوسه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې پکې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
پر قومونو د واکمنانو لخوا د مصیبتونو او مشکلاتو راتلل اګر که د ژوندانه برخه ضرور ده خو هوښیار او ځیرک قومونه د مشکلاتو څخه د وتلو لپاره د اړینو او مؤثرو لارو د لټولو هڅه هم کوي، خو متاسفانه باید ووېل شي چې زمونږ مظلوم ولسونه که هغه سنديان دي او که پنجابیان، بلوڅ دي او که پښتانه، کله د لاهور د مال روډ په پېښه کې لس زره جسدونه اوچتوي، نو کله بیا د لال مسجد معصوم او مظلوم ماشومان په فاسفورس بمونو الوځول کېږي، او د پښتنو او بلوڅو قامونو سره چې کوم ظلم او رویه پاکستاني جرنېلانو خپله کړې هغه خو د پښتلو نده.
اخر تر کومه به د پاکستان اوسېدونکي د څلور لارو او جادو څخه خپل په وینو لړلي مړي اوچتوي، د انقلاب غږ اوچتونکو ته هم سوچ کول ضروري دي چې ایا د وسله والو بدماشانو او زورواکو پر وړاندې یوازې په نعرو وهلو انقلاب راتللی شي؟
د ولس وینه څښل ددې بدماشو جرنېلانو عادت ګرځېدلی دی.
کله چې وینه او قرباني ورکوئ نو په هغه لار کې یې ورکړئ په کومه لار چې د انقلاب راتلل یقیني وي، او دا هغه لار ده کومه چې تحریک طالبان پاکستان خپله کړې ده.
په دې مناسبت مونږ د پاکستاني ولس سره خپله خواږي څرګندوو او دوی ته بلنه هم ورکوو چې ددې امنیتي ادارو علاج او ددوی څخه خلاصون په سوله ییزو خوځښتونو او مظاهرو کې ندی نغښتی بلکې ددوی د علاج او ددوی څخه د خلاصون یوازینۍ لار د ټوپک راخستل او دوی ددې هېواد څخه ویستل دي ترڅو مونږ د خپل ځان، مال، عزت او ناموس ساتنه وکړای شو.
ویژه روز