ولایتي ریاستونو ته د تابعیت تذکرې د اصلاحي خدمتونو صلاحیتونه تفویض شول

ویژه روز– د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه په کاغذي او الکترونیکي تذکرو کې د اصلاحي خدمتونو ځینې اړین صلاحیتونه خپلو ولایتي ریاستونو ته تفویض کړل.
محمدحلیم رفعی،د احصایې او معلوماتو ملي اداره ویاند وایی،په همدې تړاو نن پنج شنبه (۲۰مرغومی) د دې ادارې د لوی رییس عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمد نبي نصرت، مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني، یو شمېر رییسانو په ګډون له ولایتي رییسانو سره آنلاین غونډه جوړه شوې وه.
عبدالقاهر حاجي ادریس په دې ناسته کې وویل چې ولایتي ریاستونو ته د صلاحیتونو له تفویض یې موخه دا ده چې د هېوادوالو ستونزې حل او د هغوی د سرګردانۍ او وخت ضایع کېدو مخه ونیول شي.
حاجي ادریس ولایتي رییسانو ته په خطاب کې وویل چې ټولې چارې په بشپړې روڼتیا، صداقت او خپلواک ډول ترسره کړئ.
د غونډې پر دوام، د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمد نبي نصرت هیله وښوده، چې د صلاحیتونو له دې تفویض سره به د مظلوم ملت ستونزې حل شي.
نوموړي ولایتي ریاستونو ته سپارښتنه وکړه، چې دا صلاحیتونه په ښه ډول او پوره امانتدارۍ ترسره کړي.
په دې غونډه کې ولایتي ریاستونو ته لاندې صلاحیتونه تفویض شول چې یوازې حضوري غوښتونکو ته وړاندې کېږي:
1- په عین شهرت له یوې د زیاتو تذکرو لغوه کول
هغه هېوادوال چې په عین شهرت له یوې څخه زیاتې تذکرې ولري لومړۍ تذکرې ته د اعتبار ورکړل شي او که چېرې په عمر کې تر ۳ کلونو توپیر شتون ولري د تعلیمي او تحصیلي سندونو سره سم د یوه تذکره لغو شي.
2- د عمر اصلاح ولایتي ریاستونه تر ۱۸ کلنۍ پورې د ظاهري څهرې سره سم د ۳ کلونو او له دې پورته عمر لرونکو ته د تحصیلي سندونو پر اساس د ۲ کلونو د عمر د اصلاح صلاحیت لري.
3- د نوم بدلول د غوښتونکي نوم، تر ۱۸ کلنۍ پورې د اصولي خپلوانو په حضور او لیکلي تایید د بدلون وړ دی او له ۱۲ کلنۍ پورته د عدم مسوولیت فورم هم الزامي دی.
4- د املايي تېروتنو اصلاح د غوښتونکي په کاغذي تذکره کې د نوم هغه املايي تېروتنې چې معنا نه بدلوي د یو ځل لپاره د اصلاح وړ دي، همدارنګه که د غوښتونکي د پلار او نیکه نوم د ثبت له دفتر سره توپیر ولري د تحصیلي سندونو او کورني ردیف پر اساس په دې شرط چې د نوم په معنا کې بدلون رانشي د اصلاح وړ دي.
5- د تخلص درج، حذف یا اصلاح د تابعیت په تذکره یا د الکترونیکي تذکرو په سیسټم کې د تخلص زیاتول، له منځه وړل او یا اصلاح په لیکلې بڼه د مؤجه دلایلو پر اساس یو ځل ترسره کېږي.
6- د مختاړي او وروستاړي اضافه کول یا لرې کول
هغه مختاړي یا وروستاړي چې د غوښتونکي له نوم سره یو ځای وي او اکتسابي نه وي (سید، خواجه…) د غوښتونکي په خوښه اضافه یا لرې کېدای شي او اکتسابي لقبونه (وظیفوي، کلتوري، علمي او نظامي) باید ونه لیکل شي، خو که په اساس کتابونو یا آرشیف کې لیکل شوي وي د غوښتونکي په خوښه لرې کېدای شي.
7- د الکترونیکي تذکرې وېش د الکترونیکي تذکرې غوښتونکي چې په کاغذي تذکره کې یې انځور نصبولو او تجدید ته اړتیا وي، د اصولي خپلوانو په شتون یا دوه نفره ضمانت کوونکو چې د غوښتونکي د اصلي استوګنځي اوسېدونکي وي پر اساس د الکترونیکي تذکرو په مرکز کې یې د هویت تثبیت ترسره شي.
د الکترونیکي تذکرې هغه غوښتونکی چې د الکترونیکي تذکرو سېسټم په کورني فورم کې شتون ولري، له کاغذي تذکرې پرته د اصولي اقاربو په شتون کې دې ورته د الکترونیکي تذکرې د وېش پروسه کې اصولي اقدام وکړای شي.
هغه حضوري غوښتونکي چې د تابعیت تذکره نلري د اصولي خپلوانو په شتون او تصدیق او دوه تنو افغانانو چې د ۱۸ کلنۍ عمر یې بشپړ کړي وي، الکترونیکي تذکرې ولري خو په ضمانت یې نه وي اخیستي د ضمانت فورم له لیکلي تایید وروسته په اړونده مرکز کې الکترونیکي تذکرو وېش په برخه کې اصولي اجراات ترسره شي.
په هغه صورت کې چې د یو شخص خپل نوم د اړونده ولایت او ولسوالۍ (دوه نقلونو) په اساس کتابونو کې یو شان لیکل شوی وي او سکن فایل سره توپیر ولري؛ د همغو دوه نقلونو پر اساس دې هویت تثبیت او اجراآت ترسره او سکن فایل کې د اصلاح په موخه رسماً یاده موضوع د هویت تثبیت او آرشیف تنظیم ریاست ته را واستوي.
په هغو ولایتونو کې چې د آسان خدمت مرکز فعال وي، د آسان خدمت مرکز او په هغه ولایتونو کې چې د آسان خدمت مرکز نه وي، د الکترونیکي تذکرو یوه وېش څانګه دې له وېش وروسته خدمتونه د وضع شویو صلاحیتونو، اصولو او قوانینو په رڼا کې ترسره کړي
8- متفرقه موارد هغه غوښتونکی چې ژوندی وي اما د اساس کتاب کې مړ درج شوی وي، په اړونده ولایت کې دې شرعي وثیقه ترتیب او دقیق تثبیت هویت ترسره او د اصلاح په موخه دې رسماً دې ادارې ته را واستوي.
هغه ښځینه غوښتونکې چې د خاوند (مېړه) په مراجعه اقدام سره یې تذکره اخیستي وي د دوه نفرو په ضمانت او د اصولي اقاربو په حضورداشت یې د پلار یا ورور د ردیف مطابق مراجعه اقدام اصلاح شي.
د کاغذي تذکرو غوښتونکو لپاره فقط یو دموګرافي فورم د ټاکل شوې بیې په مقابل کې ترتیب او تر نهایې کېدو وروسته دې اجرا کوونکی مامور د اساس کتاب مراجعه اقدام ترڅنګ لاسلیک وکړي.
هغه غوښتونکی چې غواړي په کاغذي تذکره کې انځور نصب کړي، د وګړو احوال ثبتولو آمریتونه مکلف دي چې د غوښتونکي یوه قطعه انځور رسماً اول نقل کې د معاملې په موخه د تثبیت هویت او آرشیف تنظیم ریاست ته را واستوي.
هغه اشخاص چې مریض، معلول، ماشوم (زیر سن) او یا هم لوړ عمر لرونکي وي، په تذکره کې ستونزه لري او په ولایتي کچه د صلاحیت څخه پورته وي یاد شخص که چېرته مرکز ته د راتللو توان نلري د ټاکل شوې کمېټې لخوا دی په حضوري توګه و کتل شي او پر ځای دې بل کس چې د نوموړي مؤکل وي د مؤکل د شهرت (نوم د پلار نوم او تذکرې شمېره) په لیکلو دې په مکتوبي ډول د غوښتونکي له مهر کړي فعلي انځور سره یو ځای د
ستونزې د حل په موخه مرکزي ادارې ته را واستول شي.
تر ۷ کلنۍ په غیر حضوري توګه د ماشومانو د زېږېدنې کارتونه وېش د اصولي خپلوانو په شتون کې د اجرا وړ دي.
هغه ولایتي ریاستونه چې د حیاتي وقایعو د ثبت ډېټابیس ته لاسرسۍ نلري له غوښتونکي دې ټاکل شوی مبلغ نه اخلي بلکه مرکزي ادارې یا هغه ولایت ته چې هلته اړونده ډېټابیس ته لاسرسۍ وي واستول شي.
اصولي خپلوان: هغه اشخاص چې له تذکرې اخیستونکي سره نسبي اړیکې و لري چې له پلار، نیکه، ورور، خور، وراره، کاکا، د کاکا زوی/ لور او عمه څخه عبارت دي.
دا ناسته چې د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوې وه، په دعا او د ولایتي رییسانو پوښتنو ته د ځوابونو په ویلو او په ورسپارل شویو صلاحیتونو کې د بشپړ صداقت، هېوادوالو سره د ښه چلند او په چارو کې د چټکتیا سپارښتنې وشوې.
ویژه روز