
ویژه روز-د هلمند په مرکز لښکرګاه د بست ولایتي روغتون تر څنګ د کرونا ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل سو.
د پرانیست غونډي په دې مراسمو کي د عامي روغتیا وزارت معین محمد اسحاق، د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکتر سید احمد سعید، د مؤسساتو استازو، د صحت برخي مسئولینو او ګن شمېر ډاکټرانو ګډون درلود.
په پیل کي د عامي روغتیا رئیس ټولو ته ښه راغلاست ووایه او د عامي روغتیا وزارت د معین د راتګ هرکلی یې وکړ او له هغه یې زیاته مننه وکړل.
نوموړي وویل د کرونا ۱۰۰ بستریز روغتون د اسیا پراختیایي بانک په مرسته د افغان ملي شرکت لخوا د یو کال په موده کي جوړ سوی چي یو میلیون ډالر لګښت پرې راغلی، او دا روغتون به د نورو خدماتو تر څنګ هلمند میشتو ته د اکسېجن پلانټ په برخه کي زیاتي اسانتیاوي برابري کړي.
همداراز هغه زیاته کړه چي د عامي روغتیا وزارت د بست ولایتي روغتون سره د پنځه عرادې امبولانسونو مرسته هم کړې چي نن به رسماً ورته وسپارل سي.
د عامي روغتیا وزارت معین د خپلو خبرو پر مهال وویل د کرونا دا روغتون به د صحت په برخه کي شته ستونزي حل کړي او دلته به هیوادوالو ته صحي خدمات وړاندي کیږي چي ټول اولس به ترې استفاده کوي او اسلامي امارت ژمن دی چي نور هم دې برخي ته توجه وکړي او په زیاته کچه ښه خدمات اولس ته وړاندي کړي.
همدراز نوموړي وویل د عامي روغتیا وزارت ۱۲۵ عرادې امبولانسونه د هیواد ټولو ولایتونو ته ورکړي چي له جملې یې پنځه امبولانسونه د بست ولایتي روغتون ته ورکړي تر څو د امبولانسونو په برخه کي شته ستونزي حل سي.
د عامي روغتیا وزارت معین هلمندوالو ته زیری ورکړ چي ډیر ژر به هلمند کي د امبولانس په نوم امریت پرانیستل سي چي شاوخوا ۱۵ نور امبولانسونه به هلمند ولایت ته ورکړل سي.
په وروستیو کي د کرونا ۱۰۰ بستریز روغتون د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانیستل سو، او پنځه عرادې امبولانسونه بست ولایتي روغتون ته وسپارل سوه.
د یادوني وړ ده چي د عامي روغتیا وزارت معین د خپل سفر پر مهال د هلمند د عامي روغتیا د رئیس په ملتیا د بست ولایتي روغتون د واټونو او د یو شمېر نورو روغتیایي مراکزو او کلینیکونو څخه صحي نظارت وکړ او اړونده مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چي په ښه توګه خپل دنده اجراء کړي او د اولس خدمت وکړي.
پای