
ویژه روز-د هلمند په مرکز لښکرګاه د بولان دښت په سیمه کي د حاجي خان محمد په نوم یو تن داسي ځای جوړ کړی چي د غنمو تهرېشر دوړي کنټرولوي.
د دي سیستم د لیدلو پر مهال د نادعلي ولسوال مولوي عبدلرازق، د چاپیریال ساتني ریاست کارمندانو او نورو مسئولینو ګډون کړی و.
یاد کس د رسنيو سره د خبرو پر مهال وویل د تېر کال راهیسي مي ددې کوښښ کاوه چي داسي یو شی جوړ کم تر څو د غنمو د تهرشېر پر وخت د دوړو مخنیوی وکړي، بالاخره وتوانېدم داسي یو سیسټم او ځای جوړ کړم تر څو د چاپیریال په پاک ساتلو کي د هیوادوالو سره مرسته وکړي.
نوموړی وایي پر دغه ځای شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ مصرف راځي چي تر ۶۰۰ منه پروړو د ذخیره کولو ظرفېت لري، چي ددې سیسټم په دودولو سره به په ټول هیواد کي د چاپیریال او هوا د ناپاکۍ هغه ستونزه حل سي چي په تېرو وختونو کي انسانان ورسره په مشکل کي وه همداراز د تنفسي ناروغیو په مخنیوي کي به زیات ګټور تمام سي.
په وروستیو کي د نادعلي ولسوال لخوا حاجي خان محمد ته ډالۍ ورکول سوه.
پای