خبرونه
هلمند کي درې سوه دېرش”۳۳۰”جریبه امارتي مځکه له غصب څخه خلاصه سوې ده

ویژه روز-د هلمند ولایت کرني اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ولسوالیو د زراعت او امنیتي ادارو په ګډو همکاریو نن او د تېري ورځي په لړ کي درې سوه دېرش”۳۳۰” جریبه امارتي مځکه له غصب څخه خلاصه سوې ده.
ددغه کمپاین په ترڅ کي باباجي ولسوالۍ کي سل” ١٠٠” جریبه ، نادعلي ولسوالۍ کي دوه سوه “٢٠٠”جریبه او واشېر ولسوالۍ کي دېرش “۳۳۰”جریبه مځکي د غصب مخنیوی سوی دی.
د یاد ریاست مسؤلین وایي چي په دغه مځکو کي نوي جوړ سوي سرایونه نړول سوي او برمې یې تخریب سوي دي او نږدې نولس”١٩” تنه د غاصبین هم نیول سوي دي.
یادوني وړ ده چي د غصب مخنیوي دغه لړۍ به د مرکز لښکرګاه په ګډون په ټولو ولسوالیو کي په دوامداره توګه جریان ولري.
ویژه روز