اقتصادي
نن د بشري مرستو 38.5 ټنه جوپه کابل ته را ورسېد

ویژه روز–نن د متحده عربي اماراتو له لوري د بشري مرستو 38.5 ټنه جوپه چې خوراکي توکي، البسه او ادویه پکېشامل وو، کابل ته را ورسېده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ځانګړی سکرتر مولوي عبدالله عزام وايي، را رسېدلې مرستې به اړوندو وزارتونو اوادارو ته تسلیم شي څو یې په شفاف ډول پر اړمنو او اغېزمنو هېوادوالو ووېشي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له بېوزله افغانانو سره د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هرکلی کوي او داډول چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او پياوړي کېدو لامل بولي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ځانګړي سکرتر د خپلو خبرو پر مهال پر نړیوالو غږ وکړ چې پر افغانانو دبندیزونو او فشارونو پر ځای له هغوی سره د دوه اړخیزو اړیکو او تعامل لار غوره کړي.
قدیر رسا
ویژه روز/کابل