ننګرهار کې په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه د بیرو نوې ځنګلونه جوړیږي
د شاتو مچيو د روزنکو فارمونو د اتحاديې مشر رياض محمد رودوال هیله مند دی، چې دا ډول ځنګلونو په جوړیدو سره به مچۍ روزنکي له کړاو او د نورو هيوادونو له احتیاج خلاص کړي.

ویژه روز-د ننګرهار کرنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په کوز کونړ یا ښیوې ولسوالۍ کې یې په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه د بیرو ځنګل جوړولو چارې په چټکۍ دوام لري.
د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمدي ویژه روز ته وویل، د بیرو یاد ځنګل د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د شګې سيمې په غونډيو کې جوړیږي چې چارې اتیا سلنه بشپړې شوي دي.
نوموړی زیاتوي د بیرو یاد ځنګل په جوړیدو سره به د شاتو مچیو فارم لرونکو ته به د مچیو روزلو ښه زمینه برابره شي.
محمدي زیاتوي:«د ننګرهار کرنې ریاست له لوري په خیوې ولسوالۍ کې په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه د بیرو ځنګل د جوړولو چارې پیل کړي او ۸۰ سلنه کار یې بشپړ شوی، چې د ځنګل په جوړیدو سره به ځایي خلکو ته د شاتو مچۍ د روزنې په موخه وویشل شي او دغه راز به د شاتو مچیو روزنکو ستونزه هم حل شي.»
د شاتو مچيو د روزنکو فارمونو د اتحاديې مشر رياض محمد رودوال هیله مند دی، چې دا ډول ځنګلونو په جوړیدو سره به مچۍ روزنکي له کړاو او د نورو هيوادونو له احتیاج خلاص کړي.
رودوال زیاته کړه:«په دې وروستیو کې چې په ننګرهار، لغمان او هلمند ولایتونو کې د بیرو ځنګلونو د جوړولو چارې پیل شوي دا یو ښه اقدام دی، نو دې سره به د شاتو حاصلات زیات شي او له دې وړاندې د بیرو د ځنګلونو د نشتون له امله خپلې مچۍ پاکستان ته انتقالولې او دا ځنګلونه باید لا زیات شي.»
د ننګرهار د کرنې ریاست د مالوماتو پر اساس اوسمهال په دغه ولايت کې د شاتو د توليد لپاره د مچيو روزنې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه فعالیت کوي چې هر کال شاوخوا پنځه سوه ټنه شات توليدوي.
ویژه روز