ننګرهار کې په نشه یي توکو د روږدو لسګونه کسانو درملنه وشوه
له نشو راګرځېدلي کسان دغه راز د کوکنارو کر کیلې، د نشه یي توکو د قاچاق او هم د یادو توکو د اصلي سرچینو په مخنیوي ټینګار کوي.

ویژه روز-د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې په نشه یي توکو روږدي لسګونه کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شول.
د معتادینو د درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون مشر ډاکتر سمین ستانکزي فرحت نړیوال خبري اژانس وویل، چې د دغه ولایت د معتادینو د درملنې له روغتون څخه ۱۵۰ تنه په نشه یې توکو روږدې کسان له ۴۵ ورځو درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
په نشه توکو یو شمېر روږدي کسان چې تازه یې درملنه شوې وايي، ددې لپاره چې بیاځلې په نشه یي توکو اخته نه شي باید د کار زمینه ورته برابره شي.
له نشو راګرځېدلي کسان دغه راز د کوکنارو کر کیلې، د نشه یي توکو د قاچاق او هم د یادو توکو د اصلي سرچینو په مخنیوي ټینګار کوي.
بل لور ته د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې پر نشه یي توکو د روږد وکسانو د درملنې په موخه هڅې ګړندۍ کړي دي.
د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، په پلان کې لري چې په نوي لمریز کال کې له درملنې وروسته یادو کسانو ته د وړو کاروبارونو او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.
نوموړی وایي، چې په تیر یوه کال کې یې د ننګرهار د معتادینو د درملنې په روغتون کې د ۱۹۷ میرمنو او ۷۷۲ ماشومان په ګډون یې پر نشه یي توکو د روږدو ۲۱۰۰ کسانو درملنه کړې.
بلال احمدي
ویژه روز/ننګرهار