خبرونه
ننګرهار کې په تیره یوه میاشت کې ۱۴۶ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوی
خبریال/بلال احمدی-ننگرهار

ویژه روز✍️د ننګرهار امنیتي چارواکي وایې، په تیره یوه میاشت کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۶۴ کسان نيولي دي.
د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز نن د یوې خبرې خبري ناستې پرمهال وویل، په دغو نیول شویو کسانو کې د قتل، غلا، زنا، نامشروع اړيکو، فرېب او نورو جنايي جرمونو په تور ۱۴۶ کسان، د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۸ کسان او يو کس د وسلو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
مبارز زیاتوي، نيول شوي ټول کسان له پوښتنو او ګروېږنو وروسته رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
نوموړی وایې، په تېره يوه مياشت کې ننګرهار کې ۱۵ ترافيکي پېښې رامنځته شوي چې د ماشومانو په ګډون ۳۱ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
پای