ننګرهار کې لوبغاړي:دې ولایت کې ورته د تمرین لپاره زمینه نه ده برابره شوې
خبریال/بلال احمدی-ننگرهار

ویژه روز-ننګرهار کې د فوټبال لوبغاړي شکایت کوي چې د لوبو د تمرین لپاره مناسب ځای نه لري، چې له کبله یې لوبغاړي ډیر کله د ښار په تفریح ځایونو کې خپل تمرینات ترسره کوي.
د فوټبال برخې لوبغاړی قدرت الله وایې، په ننګرهار کې د فوټبال د تمریناتو د ترسره کولو لپاره د معیاري لوبغالي او ځای نه شتون له امله په دغه ولایت کې د ورزش کوونکو په ځانګړې توګه فوټبالرانو ستره ستونزه ده .
دوی دغه راز له اړونده ادارو په ننګرهار کې د فوټبال د تمریناتو د ترسره کولو لپاره د نورو معیاری لوبغالو د جوړیدو سربیره د فوټبال تمریناتو د ترسره کیدو لپاره هم د مناسب ځای غوښتنه کوي.
د فوټبال لوبغاړی دین محمد وايي، چې د تمریناتو لپاره د ځای نشتوالي له کبله زیاتره لوبغاړو فوټبال ته شاه کړې او نه یې شوای کولای چې سپورټ ته دوام ورکړي
په همدې حال کې د ننګرهار د فوټبال فدراسیون رییس احمدالله ساپی د ورزشکارانو ستونزې تاییدوي او د حل ډاډ ورکوي.
نوموړی وایې، په دغه ولایت کې یو معياري سپورټي استډیوم موجود و؛ خو اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی چمن یې په خاورو بدل شوی او د احاطې دیوالونه یې تخریب شوي دي.
د هغه په خبره چې دغه ولایت کې دا مهال د فوټبال درې ورزشي لوبغالی لري او هڅه یې پیل کړي، د فوټبال په برخه کې شته ستونزو ته دحل لار پیدا کړي.
پای