
ویژه روز-ننګرهار کې د«پرسټن» په نامه د انګلسي ژبې زده کړې له یوه خصوصي انستیتیوت څخه د نجونو او هلکانو په ګډون ١٥٠ تنه شول.
د یاد انستیتیوت مشر لطف الله شګیوال وایي، په فارغو شویو زده کوونکو کې یې ٤٠ نجونې او ١١٠ هلکان شامل دي.
د نوموړي په خبره په فارغو شویو زده کوونکو کې داسې نجونې هم لرلې، چې کورنۍ یې بې سرپرسته وې، خو دوی له اقتصادي ستوونزو سره سره د انګلسي ژبې زده کړې وکړې.
نوموړی زیاتوي یادو نجونو او هلکانو د یو کال په جریال کې د انګلسي ژبې زده کړې بشپړې کړې.
د هغه په خبره د سږکال عمومي اول نمره نجلۍ وه، چې ورته د ادارې لخوا ځانګړی مډال هم ورکړل شو.
د انګلسي ژبې له زده کړو فارغي شوي نجونې خوشاله دي او د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیزي.
له دې وړاندې د اسلامي امارت حکومت چارواکو ویلي وو، په داسې یوې طرحه یې کار پیل کړی چې په بشپړیدو سره به یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده کړو زمینه برابره شي.
پای