ننګرهار ولایت پوهنتون مخې ته د کتاب لوستنې په موخه نندارتون پرانستل شو
د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رئیس انجینر عبیدالله شیرزاد ویژه روز ته وویل، په یاد نندارتون کې بېلابېل ډوله کتابونه نندارې ته اېښودل شوي، چې موخه یې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ دودول دي.

ویژه روز-ننګرهار کې د کتاب لوست دودونې د کمپاینونو په لړ کې دا ځل د دغه ولایت پوهنتون مخې ته د کتاب لوستنې په موخه نندارتون پرانستل شو.
دا نندارتون د ننګرهار پوهنتون مخې ته د جلال اباد ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ جوړ شوی چې دوه ورځې به پرانیستی وي.
د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رئیس انجینر عبیدالله شیرزاد ویژه روز ته وویل، په یاد نندارتون کې بېلابېل ډوله کتابونه نندارې ته اېښودل شوي، چې موخه یې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ دودول دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري نجیب الله حنیف هم د کتاب لوستنې په موخه د دا ډول نندارتونو جوړیدل ګټور بولي.
نوموړی زیاتوي په پلان کې لري چې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې کتابتونه جوړ کړي.
د نندارتون ګډونوال خوښ دي او وایي، دا چاره په ټولنه کې د کتاب مطالعې د پیاوړي کیدو سره مرسته کوي.
د نندارتون ګډنوال نصرت الله د ځوانانو لپاره دا چاره یو ښه فرصت یادوي او له خلکو له خلکو غوښتنه کوي چې د ټولنیزو رسنیو له کارولو سره دې کتابونه هم ولولي.
په دې وروستیو کې د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې د کتاب لوستنې کمپاینونه دیر شوي او خلک یې هم ستاینه کوي.
ویژه روز