خبرونه
نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون حقیقت نلری

ویژه روز-په دې ورستیو کې راپورونه خپاره شول، چې د افغان نجونو لپاره د پاکستان سکالرشیپونو سره د ا.ا.ا لخوا مشروط توافق شوی دی.
د لوړو زده کړو وزارت دا خبر په کلکه رد وي او دغه وزارت د پاکستان په ګډون د هېڅ کوم بل هېواد سره د نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون نه لري.
حافظ ضیا د لوړو زده کړو وزارت ویاند وایی؛البته که دغه سکالرشیپونه هلته میشتو پخوانیو افغان کډوالو ته په پام کې نیول شوي وي، دا موضوع د کومې امارتي ادارې سره په توافق نه ده ترسره شوې.
دا ډول بې بنسټه ادعاوې د اسلامي امارت په وړاندې د ځینو مغرضو کړیو پروپاګند دی چې حقیقت نه لري.
ویژه روز