مولوي عبدالکبیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د نوی وزېر په توګه رسما دنده پیل کړه

ویژه روز-د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وایی د عاليقدر امیرالمؤمنین د حکم پر بنسټ د ریاست الوزراء مخکني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوې ناستې په ترڅ کې د مهاجرینو چارو وزارت کارکوونکو ته د وزیر په توګه معرفي او دنده یې پیل کړه.
په دې ناسته کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزېر شیخ محمد خالد حنفي، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د مهاجرینو چارو وزارت مرستیالانو او رئیسانو ګډون کړی وو.
د چارو د ادارې لوي رئیس ولس او اسلامي نظام ته خدمت د اسلامي امارت د مشرانو او مسوولینو موخه وبلله او زیاته یې کړه، چې مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې او قربانۍ ورکړې دي او د نوموړي تجربه او وړتیا به د مهاجرینو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت پر کړنو مثبت اغېز وکړي.
د دی وزارت په خبرپاڼه کی راغلی چی،همدارنګه شیخ محمد خالد حنفي د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د مولوي عبدالکبیر د بریالیو دندو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې اطاعت د تقوا بېلګه او د اسلامي امارت یو اصل دی.
مولوي عبدالکبیر د شهید خلیل الرحمان حقاني روح ته دعا وکړه، او د کډوالو په برخه کې یې د نوموړي ښه مدریت او هلې ځلې وستایلې.
مولوي عبدالکبیر د امیرالمؤمنین له لوري د مهاجرینو چارو د وزېر په توګه د نوموړي په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل هڅه کوي څو د نوې دندې له لارې اسلامي نظام او افغانانو ته د لاغوره خدمت جوګه شي.
نوموړي د مهاجرینو اوبېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکو ته د تېر په څېر په کارونو کې د اخلاص سپارښتنې وکړې او یادونه یې وکړه، چې په ګډ به د یوه پیاوړي ټیم په توګه د وزارت چارې او مسوولیت په ښه توګه پر مخ یوسي.
په پای کې مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکووزارت له چارو خوښ دي او هڅې به وکړي چې افغان کډوالو ته لاښه خدمات وړاندې کړي.
ویژه روز