ملابرادر: د هېواد په کچه د اقتصادي ودې په برخه کې اوسمهال ډېرې مهمې ملي پروژې اوکارونه روان دي

ویژه روز–د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په خوست کې د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې وویل،د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مدارس د دیني علم، جهاد،نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې په برخه کې فعال مرکزونه پاتې شوي دي.
ښاغلي برادر اخوند زیاته کړه، چې د هېواد په کچه د اقتصادي ودې په برخه کې اوسمهال ډېرې مهمې ملي پروژې اوکارونه روان دي، د نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې شوې، داخلي تولیداتو ته مناسب بازارونه موندل شوي او د دولتي منابعو د غوره مدیریت لپاره په مهمو ملي پلانونو او ستراتیژیو کار روان دی.
همدا راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي د خوست په جامعه مظهرالعلوم نیازي مدرسه کې د سلګونه فارغانو په غونډه کې د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې د وخت اړتیا وبلله او زیاته يې کړه، چې دتېرو نظامونو د ضعف او د له منځه تلو لامل همدا و، چې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ یې واټن موجود و.
ښاغلي ستانکزي دغه راز زیاته کړه، چې د نظام ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی، د جوړولو او په پښو درولو لپاره یې باید په ګډه کار وکړو او ستونزې په ګډه حل کړو.
ویژه روز