خبرونه
معصوم ستانکزی: له ایران سره د کړکېچ رامنځته کول نه جبرانېدونکې پایلې لري
خبریال/خان الله قدیر رسا

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې د کمېټې مشر د اسلامي امارت او ایران تر منځ د وروستیو کړکېچونو په غبرګون کې ویلي چې د هر ډول “احساساتي” اقدام دمخه باید پایلو ته يې متوجه اوسو.
معصوم ستانکزي په یوه ټویټ کې خبرداری ورکړی، چې ښايي د کړکيچ جوړول اسانه وي، خو نه جبرانېدونکې پایلې به ولري.
هغه د چهارشنبې په ورځ لیکلي ،« د هر اقدام دمخه ، باید په پایلو ته يې متوجه اوسو چې وروسته به د پښېمانۍ لامل شي.
افغانستان او ایران دوه ګاونډي هیوادونه دي چې اوږده پوله لري».
ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ چې د ایران او طالبانو ترمنځ کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي. د هغه په وینا: “افغانان سولې ته اړتیا لري، نه بل څه ته”.
پای