خبرونه
مجاهد: لومړی وزیر د څه مودې لپاره په کندهار کې پاتې کیږي، ملا عبدالکبیر یې په چارو کې مرستیال دی
خبریال/فوزیه صدیقی

ویژه روز-ذبیح الله مجاهد د امارت اسلامی ویاند وایی:د اسلامي امارت رئیس الوزراءملامحمدحسن اخند د معالجې او استراحت په منظور د لنډ وخت لپاره په کندهار کې دی.
داچې د ریاست الوزراء د مقام کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نشي، د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولو عبدالکبیر د ر ياست الوزراء د کفیل په نوګه کارونه پرمخ وړي.
شاغلی مجاهد ویلی:دا کار په حکومتولۍ کې یوه عادي چاره ده.
شاغلی مجاهد ټینګار کړی،څوک دې په دې اړه د تشویش اچونې او تبلیغاتو هڅه نه کوي او نه دې هم هیوادوال کومه اندیښنه لري.
پای