ماشومان کارګر په افغانستان کې؛ یو مبهم راتلونکی د فقر او بېثباتۍ تر سیوري لاندې
شازیه کریمي – په افغانستان کې سلګونه زره ماشومان او تنکي ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي چې درانه کارونه ترسره کړي؛ دا یوه داسې وضعه ده چې د دوی راتلونکی له ابهام او جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د شمېرو له مخې، له هر پنځو افغان ماشومانو یو یې کار کوي.
تر دې وړاندې، د نړیوال کار سازمان هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په افغانستان کې تر یو میلیون زیات ماشومان د کار په حال کې دي.
سمیع الله ابراهیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، له «ویژه روز» سره په خبرو کې وویل: «موږ د ماشومانو ستونزو ته په ملي کچه د رسېدنې مسؤلیت لرو.د ماشومانو د درنو کارونو څخه د مخنیوي لپاره، کارفرمایانو ته لارښوونه شوې ده.
همداراز، د ۱۴ او ۱۵ کلنو تنکیو ځوانانو لپاره په ځینو برخو کې د فني زده کړو زمینه برابره شوې او له ۱۰ زرو زیات یتیم ماشومان د زده کړو، روزنې، خوراک او سرپناه له خدمتونو برخمن شوي دي.»
خبیب حسرت، د ټولنیزو چارو کارپوه، له «ویژه روز» سره په خبرو کې وویل: «اقتصادي فقر، د کورنیو مالي فشار، مهاجرت، د کورنۍ د مشرانو بیکاري، بې سوادي او د ماشومانو د حقونو نه پېژندنه، او اوږدې جګړې، هغه اصلي عوامل دي چې ماشومان په کم عمر کې د کار بازار ته اړ باسي.
د کارکوونکو ماشومانو د ژوند د وضعیت د ښه والي لپاره، دولت باید د دوی کورنیو ته مالي مرسته ورکړي، د کار زمینه برابره کړي او لنډمهاله او مؤثرې تعلیمي برنامې پیل کړي.»
په دغو ماشومانو کې، مصور، چې پلاستیکي خریطې پلوري، «ویژه روز» ته وویل: «موږ په کورنۍ کې اووه کسان یو. پلار مې کراچی لري. زه په پنځم ټولګي کې یم او ورور مې په درېیم ټولګي کې دی.
نیمه ورځ کار کوو او هره ورځ شپېته یا اویا افغانۍ عاید لرو. ډېری ورځې پلار مې هم کار نه لري. مور مې ناروغه ده او له همدې پیسو څخه باید د کور کرایه، د ژوند لګښتونه او د درملو پیسې ورکړو.»
همداراز، یو ۱۳ کلن ماشوم چې سیر نومېږي او په سینما پامیر کې بوټان پاکوي، وویل: «پلار مې وفات شوی. زه او خور مې ماه بیګم کار کوو.
ځینې ورځې څلوېښت یا پنځوس افغانۍ عاید لرو او ځینې ورځې هېڅ نه وي.
مور مې هم د خلکو په کورونو کې کار کوي. زموږ کور د چهلستون په غره کې دی او هره میاشت ۱۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکوو.»
ماشومان کارګر، د افغانستان د ټولنې له تر ټولو زیان منونکو قشرونو څخه دي، چې د سختو ژوندیو شرایطو له امله له ماشومتوبه او ماشومانه لوبو بې برخې شوي او اړ دي چې د کار بازار له سختو ننګونو سره مخ شي.
پای




