
ویژه روز-ختیځ کې د سرې میاشې استازی احسان الله ممله وال فرحت ویژه روز ته وویل، دا کمپاین یې په جلال اباد ښار کې پیل کړ چې پرمهال یې له بیلابیلو سیمو څخه ۲۸۸ تنه سوالګر راټول کړي دي.
نوموړی وایي، په راټول شویو سوالګرو کې ۱۶۴ ماشومان، چې عمرونه یې له اتلسو کم دي او پاتې ۱۲۴ تنه یې لویان دي.
د هغه په خبره له تثبیت وروسته د دغه سوالګرو له ډلې یې کم عمره ماشومان د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند حرفوي او نورو زده کړه یيزو مرکزونو ته معرفي کېږي او د لوړ عمر لرونکي مستحق سوالګر له ثبت او بایومتریک وروسته ورته په میاشتني ډول معاشونه ورکول کېږي.
ممله وال زیاتوي هغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ نفقه په غاړه لري د زده کړو سربېره يې د کورنۍ سره هم مرسته کېږي.
د سرې میاشتې مسولین د سوالګرو زیاتیدل د اندیښنې وړ مسله بولي او وایي، له همدې لارې هڅه کوي چې مستحق او حرفوي سوالګر سره بیل کړي.
بلخوا جلال اباد ښاریان هم په دې وروستیو کې د سوالګرو زیاتیدو اندیښمن کړي او په خبره په دې سوالګرو کې زیاتره یې ځوانې نجونې او د پاخه عمر میرمنې هم شاملې دي چې دوی یې د مستحق او نامستحق سوالګرو ترمنځ په اسانۍ توپیر نشي کولای.
د یادولو وړ ده، چې د سوالګرو راټولو کمپاین لړۍ د ننګرهار په شمول په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دوام لري، چې د اټکل له مخې تر ۲۰۰۰ سوالګر به په ننګرهار کې بایومیتریک شي.
پای