سیاسي
قطر د افغانستان د کډوالو چارو د سرپرست وزیر وژنه په کلکه غندلی

ویژه روز-قطر د افغانستان د کډوالو چارو د سر پرست وزیر خلیل الرحمن حقاني او د هغه د یو شمېر ملګرو وژنه په کلکه غندلی، نوموړی په کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
قطر په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او جنایت او سیاسي وژنو، چې لامل او انګیرنه یې هر څه وي مخالف دی.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د پېښې د قربانیانو له کورنیو، سرپرست حکومت او د افغانستان له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.
او له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د دایمي ثبات او امنیت لپاره تر سره کیږي.
ویژه روز