سږ کال په نورستان ولایت کې یو سل شپیته زره میوه لرونکي او زینتي نیالګي ایښودل کیږي
سږ کال د نورو کلونو په توپیر د نورستان والي د اړونده ریاستونو ترڅنګ له خیریه ادارو هم غوښتي چې د دې ولایت د چاپیریال په سمسورتیا کې ونډه واخلي چې ورسره یو شمېر هغه موسساتو چې په دې برخه کې کار کوي سږ کال به د باغونو په جوړولو او نیالګیو کېنولو کې برخه ولري.

ویژه روز-د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم او د نورستان والی په لارښوونه د نورستان ولایت د سرسبزۍ کمیټې نن په دې ولایت کې د نیالګیو کیښنولو کمپاین رسمآ پیل کړ.
د نورستان ولایت د انساني سرچینو رئیس قاري فتح الله د دغه کمپاین د پرانیستې پر وخت وویل: چې سږ کال په دغه ولایت کې (۱۶۰۰۰۰) میوه لرونکي بې میوې او زینتي نیالګي کيښنوي ،چې دغه د تیرو کلونو په نسبت څو چنده زیاتوالی ښایې.
د نوموړي په خبره د نورستان والي حافظ محمداغاحکیم له لورې دغې کمیټې ته دنده ورکړل شوې ده، چې د پارون د ښار اړوند او د دغه ولایت ټولو ولسوالیو په هغه سیمو کې نیالګي کېنوي چې سر سبزي نه لري.
د نورستان ولایت د چاپیریال ساتنې ، کرهنې او مالدارۍ ، ښاروالۍ او د اطلاعات او کلتور ریاستونو رئیسانو او استازو هم د یاد کمپاین د پرانیستې پر مهال په خپلو خبرو کې یادونه وکړه ، چې دوی به سږ کال یوازې د نیالګیو په اېښودلو اکتفا ونه کړي او د دغه نیالګیو د پالنې او شنه کیدو په برخه کې به هم لازمې هڅې وکړي.
د چاپیریال ساتنې رئیس مولوی سرتاج الدین ساپي د دغه ولایت د خلکو څخه وغوښتل، چې د مشرتابه د حکم پر اساس دې سږکال یو نیالګی د ځان او یو نیالګی د ښیرازه افغانستان له پاره کیښنوي.
نوموړي د نورستان ولایت د ولسونو څخه هم غوښتنه وکړه چې دغې ولایت په سرسبزۍ کې خپله ونډه آدا کړي.
د نورستان د ښاروالۍ نماینده مولوی سیداحمد مصلح وایې: دغه کمیټه به د کال تر پایه د دغه نیالګیو ساتنه او څارنه کوي ترڅو په راتلونکې کې د هیواد د آبادۍ نښانه وګرځي.
د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی قومي مشر مولوی محمدزمان د ولایت مقام د دغې ګام هر کلی کوي او وایې:چې د نیالګیو ايښودل او پالنه کولاي شي نورستان ولایت د تل له پاره ملي پارک وساتي،
سږ کال د نورو کلونو په توپیر د نورستان والي د اړونده ریاستونو ترڅنګ له خیریه ادارو هم غوښتي چې د دې ولایت د چاپیریال په سمسورتیا کې ونډه واخلي چې ورسره یو شمېر هغه موسساتو چې په دې برخه کې کار کوي سږ کال به د باغونو په جوړولو او نیالګیو کېنولو کې برخه ولري.
ویژه روز