
ویژه روز-پر بدن بدشکله او کلکلې غوټې، چې د جوارو د دانې په اندازه وی او سرونه یې کله زیږه او کله نرم او ښوی وي پیدا کیږي کوم زیان نه لري خو انسان ورسره بد ښکاري په لاس مخ او پوزې باندې ډیره راخیژي
کله کله چې په دې انسان بې احتیاطی وکړی انسان ته ستونزې هم پیدا کولی سي.
یو لرګي یا ډکې په ذریعه کار بالیک اسید ولګوي او بیا په ډیر احتیاط سره پرې نایتریک اسید پورې کړې دې سره به کمبود وکړی سلي سیلک اسیډ او لکتیک اسیډ ۱۰ فیصده واسلین سره ګډ کړی هغه پرې کېږدئ ډیره ګټه کوي نن سبا ددې ناروغۍ لپاره یو دول حاص درمل دی په بازار کې موجود دی هغه ورته سل په سلو کې ګټه کوي د نوموړي درمل نوم
Sol. Douofilm
دی څو ورځې پرلاپاسې په زخم ولګوي که زخی هر څومره زیاته وي پرې ولګوي ټوله به ورکئ سي
پام مو وی د جلد په روغه برخه درڅخه ونه لګیږي کنه نو پوستکی ته زیان رسوي ځکه تیزابي ماده ده او پوستکی تخریبوي.
او درمل يې په لاندې ډول جوړېږي:
وچ اوړه، نېمبو، هګۍ او ژيړ کورکمان يو ځای سره ګډوډ کړئ. په دومره کچه درمل جوړ کړئ، چې ستاسو د زخو لپاره بسنه وکړي. له ويده کېدلو وړاندې يې په زخو کېږدئ، پلاسټر ترې تاو کړئ، یا يې وتړۍ، ان شاء الله په څو ورځو کې به مو زخې له منځه ولاړ سي.
طبي اړینې سپارښتنې
⑴ د انځر د ونې څخه یوه پاڼه پرې کړئ کله چې شیدې راووتلې هغه باندې زخه لس ورځې د ورځې دوه ځله پرې ولړي.
⑵ زخه د زیتون په تیلو غوړه کړئ.
⑶ پر پیاز مالګه واچوئ او پر زخه یې وتړي.
⑷ زخه د ماشین په چاړه مه پرېو کوي.
د هوګې په وسيله درملنه
يو پلی هوګه ميده کړئ (وټکوئ)، د زخې شاوخوا جلد د ناريال تيلو يا بادام تيلو په وسيله غوړ کړئ داسې چې په خپله زخه غوړه نه سي. بيا ميده سوې هوګه پر زخه کيږدئ، په ململ ټوټه يا پلسټر يې وتړئ. پرله پسې څو شپې دا کار ترسره کړئ. ان شاالله په يوه اونۍ کې به مو زخې ورکې سي.
د کيلې پوستکي په وسيله درملنه
د کيلې تازه پوستکی راواخلئ، په چاقو يې کابو درې سانتي متره ټوټه کړئ، بيا يې نرم مخ د شپې لخوا پر زخه کيږدئ، په ململ ټوټه يا بل پاک ټوکر يې وتړئ.
سهار يې پرېمنځئ، څو شپې پرله پسې ورته کار ترسره کړئ. ان شاالله په يوه اونۍ کې به مو زخې ورکې سي.
د يادونې وړ ده، هغه کسان چې پرلپسې پڼي، موچڼي په پښو کوي، په پښو يې زخې نه پیدا کېږي.
پای