سپورت
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٤٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

ویژه روز-د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د پنځو کلپونو د ٤٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد نادرخان کلب لومړی او د استاد روزي محمد کلب ورزشکارانو دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.
ویژه روز