
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف خبرداری ورکړی چې له دغه هېواد څخه د امریکا او ناټو له وتلو وروسته په افغانستان کې د وسلو پاتې کېدل د سیمې په هېوادونو کې د بې ثباتۍ لامل کېدای شي.
ښاغلي پاتروشیف د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۱۹) په مسکو کې د سیمې د هېوادونو په امنیتي غونډه کې اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې ښايي د بېلابېلو افغان ډلو ترمنځ جګړې ته لمن ووهي او د هېوادونو په تور بازار کې پر ترهګرو وپلورل شي.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په دې غونډه کې وویل: لویدیځ ائتلاف د پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کښې په زیاته اندازه وسلې پریښې دي. موږ د زرو څخه د زیاتو زغره والو موټرو، لسګونه الوتکو او چورلکو، په سلګونو توپونو، هاوانونو، د ټانک ضد او د الوتکو ضد سیسټمونو او په سلګونو زره سپکو او درنو وسلو په اړه خبرې کوو، چې ارزښت یې لسګونو ملیاردونو ته رسیږي. د ډالرو
دغه روسي امنیتي چارواکي امریکایان هم په افغانستان کې د مخدره موادو په قاچاق کې په زیاتوالي تورن کړي دي.
په همدې حال کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په دې غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د هر ډول سیاسي نظام تحمیلول به یوازې ناامني زیاته کړي.
علي شمخاني ویلي، چې د افغانستان په حکومتولۍ کې د ټولو توکمونو د ونډې نور ځنډول به د دغه هېواد ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
هغه زیاته کړه: “په افغانستان کې د امنیت، سولې، ثبات او پرمختګ رامنځته کول زموږ اساسي لومړیتوب دی.”
د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو پنځمه غونډه د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی و.