رئیس الوزرا د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده
د یادونې ده چې د ارګ نوی جامع جومات د شنې ساحې په ګډون په ۱۰۶۰ مترمربع ځمکه او د جومات ودانۍ په ۶۲۷ متر مربع ساحه کې له داخلي او وطني توکو لکه د هرات چشت شریف اوله درجه مرمرو، د هلمند رخامو او د میدان وردک ولایت تیږې، د کنړ او نورستان لرګیوڅخه جوړېږي.

ویژه روز-د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند نن چهار شنبه (د کب میاشتی۲۴نیته) له غرمې مخکې د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې چې د ریاست الوزرا عالي مقام لوی دفتر رئیس او مرستیالانو هم حضور درلود، په پیل کې د ارګ جامع جومات امام د عظیم الشان قران څو مبارک ایتونه تلاوت کړل.
د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کیښوده او ور پسې یې هر اړخیزه او جامع دعا وکړه.د یادونې ده چې د ارګ نوی جامع جومات د شنې ساحې په ګډون په ۱۰۶۰ مترمربع ځمکه او د جومات ودانۍ په ۶۲۷ متر مربع ساحه کې له داخلي او وطني توکو لکه د هرات چشت شریف اوله درجه مرمرو، د هلمند رخامو او د میدان وردک ولایت تیږې، د کنړ او نورستان لرګیوڅخه جوړېږي.
د ارګ نوي جامع جومات تلخونه به کتابتون، د تدریس او لمانځه لپاره هم مناسب ځای ولري.
د مرکز ګرمي ترڅنګ به د سړو او تودو اوبو اسانتیاوې او د برېښنا،اوبو، مرکز ګرمي، انټرنټ او غږیز سیستم لپاره یوه کنټرول خونه هم ولري.
د ارګ دغه نوی جامع جومات چې یوه ګنبد او څلور منارې به ولري، تقریبا په یو کال کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي او په یو وخت به د ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري.
ویژه روز