خبرونه
ذبیح الله مجاهد: د دولتي کارکوونکو معاشونه په روانه میاشت کې ورکول کېږي

ویژه روز– ذبیح الله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند وايي، د هېواد بودیجه داخلي بنسټ لري، چې د بهرنیو مرستو په رسیدو یا نه رسیدو پورې هیڅ تړاو نه لري.
دغه لوړپوړی مطبوعاتي چارواکی د افغانستان د مالیې وزارت له قوله وایي، چې دغه وزارت ډاډ ورکوي چې د روانې میاشتې (دلوې) په ترڅ کې د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي.
ښاغلي مجاهد په خپل ایکس حساب کې لیکلي، چې هیڅوک باید تشویش ونلري، ځکه د مالیې وزارت د یو میلیون او څلوېښت زره امارتي کارکوونکو معاشونه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو په خبرونو کې ویلي چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو په اړه، اسلامي امارت ټول دولتي کارکوونکو ته ویلي دي چې د دوی میاشتني حقوق درې میاشتې وروسته ورکول کېږي.
ویژه روز