
ویژه روز-د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر نداء محمد ندیم وویل موږ د خپلو هېوادوالو پر وړاندې مسؤلیت لرو، څو خپل کارونه پرته له غفلت په ښه توګه او په خپل وخت ترسره کړو.
همدا راز نوموړي د رهبري شورا غړو ته په چارو کې په اخلاص او صداقت ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو اعمالو او حرکاتو تهلا پاملرنه وکړي.
خبرپاڼه چی نن چهارشنبه د دی وزارت لخوا نشر سوی راغلی،د (۱۱) خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د څارنې، ارزونې او جوازونو د لغوې پر موضوع هر اړخیز او دقیق بحث وشو.
او په پایله کې د علمي، تدریسي او اداري اصولو ته نه ژمنتیا، خیالي قراردادي استادانو شتون، د خیالي محصلینو درلودل، د اصولو مطابق د رهبرۍاو اداري کارکوونکو نه درلودل، د صنفونو حاضرۍ او ازموینو شقو نه درلودل او یا یې هم له اصولو سره سم نه برابرول، د اړینو تدریسي امکاناتو او یو لړ نورو مکررو سرغړونو پر بناء،جوازونه یی لغو اعلام سو.
دا ۱۱ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو:په غزني کې سلطان محمود غزنوي، فراه کې ابونصر، بادغیس کې حنظله او حکمت، تخار کې فجرستان، کندز کې نمر، بغلانکې رویان او قدس، بلخ کې سادات، سمنګان کې مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث لوړو زده کړو مؤسسو د فعالیت جوازونه لغوه شول.
همدارنګه د رهبري شورا غړو پرېکړه وکړه چې د یادو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلین او رهبري عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
په همدې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت اړوندو بیه لرونکو اسنادو د قیمت معیاري کولو، د امارتي تحصیلي نهادونو په علمي مجلو کې د چاپ او خپرولو څخه عوایدو، د خصوصي تحصیلي نهادونو د استادانو تقرر پروسې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت اړوندې چارې او مسؤلیتونه د رهبري پلاوي د جدي پاملرنې او کارونو څخه د دوامداره نظارت او تعقیب په پایله کې په خورا ښه ډول پر مخ ځي، چې ورځ تر بلې د لا پرمختګ او پیاوړتیا پر لور ګامونه اخلي .
ویژه روز