
ویژه روز-نن (سه شنبه ۲۷) له غرمې مخکې د کابل_لوګر په لویه لاره د محمدآغې ولسوالۍ اړوند په یوه ترافيکي پیښه کی ۶ تنو هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتی ده چې له ډلی یې یو تن مړ او ۵ تنه نور ټپیان دي.
ددغې پیښې ټپیان د محمدآغې ولسوالۍ د شهید شفیق الله لودین روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي چې اوسمهال تر درملنې لاندي دي.
همدارنګه په ټپیانو کې د یوه تن روغتيايې وضعیت د اندیښنې وړ وو او د غوره درملنې لپاره کابل ته د یاد روغتون د امبولانس په مرسته انتقال شوی دی.
یاده پیښه د سراچه ډوله او یو ۲۰۰۰کرولا د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
د لوګر دعامې روغتیا رئیس حافظ سعیدالرحمن قادري په یاده پیښه خواشیني څرګنده کړه او روغتيايې پرسونل ته يې لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د صحي وضعیت او درملنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
پای