د ژمي په رارسېدو سره د کابل د لیلامي جامو بازار ګرم شوی
ستاره لنگري – د ژمي د موسم په رانژدې کېدو سره، په کابل ښار کې د لیلامي جامو بازارونو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده. دا بازارونه چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې لکه د سینما پامیر، د لیسې مریم بازار او د عمومي سړکونو پر غاړو فعال دي، هره ورځ سلګونه پېرودونکي جذبوي.

تبسم، چې د کابل اوسېدونکې ده، وايي: «لیلامي کالي هم ارزانه دي او هم ښه کیفیت لري. زه هر کال ځان او خپلو اولادونو ته لیلامي کالي اخلم. که دا کالي له مغازې واخلم، ډېر ګران پرېوزي.»
رحیم خان، چې د لیلامي جامو پلورونکی دی، زیاتوي: «په سړه هوا کې زموږ مشتریان څو چنده ډېر شي. خلک زیاتره د ګرم او ارزانه لباسونو په لټه کې وي.»
حسیب الله، چې د لیسې مریم په بازار کې پلورونکی دی، وايي: «لیلامي کالي، په ځانګړي ډول بالاپوش، بوټان، کرتی او نور ګرم لباسونه ډېر ښه خرڅېږي. خلک د ارزانه بیې له امله دې جامو ته ډېره علاقه لري.»
خو روغتیايي متخصصین د دوهم لاس جامو د کارولو په اړه خبرداری ورکوي. نوید شیرزاد، چې د پوستکي متخصص دی، له ویژه روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د پوستي ناروغیو د انتقال د خطر له امله، لیلامي کالي باید تر اخیستو وروسته څو ځله په اوبو ومینځل شي او بیا د لمر لاندې وچ کړل شي. کورنۍ باید ډاډ ترلاسه کړي چې جامې د داغونو او ککړتیا څخه پاکې وي، او په ټوله کې باید له احتیاط سره ترې استفاده وشي.»
یادونه باید وشي چې لیلامي کالي هغه دوهم لاس جامې دي چې له امریکا او اروپا څخه افغانستان ته راوړل کېږي، او خلک یې د ټیټې بیې له امله په پراخه کچه کاروي.
پای




