
ویژه روز-د چاپېریال ساتني ملي ادارې د نورستان ولایت د پرونی خبره چی ویل شوی و د دی ولایت ځایی خلک یوه حیوان نیولی و بیا یی وژلی دی رد کړ.
د دی اداری مسولین وایی:د پرون راهیسي په بېلابیلو رسنیو او ټولنیزو شبکو کي داسي تصویرونه لاس پر لاس کیږي چي د نورستان په ولایت کي د ځایې خلکو له لوري یوه ایږه لومړی نیول شوې او بیا تر ټپي کیدو وروسته وژل شوې ده حقیقت نلری.
د چاپیریال ساتني ملي ادارې د امنیتي ادارو او د نورستان ولایت د مسولینو سره په ګډه د یادي پیښي په اړه پلټني پیل کړې چي په نتیجه کي معلومه شوه یاد تصویرونه پخواني او داپېښه شاوخوا شپږکاله وړاندي د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ اړوند اګورو کلي کي رامنځته شوې ده.
د چاپیریال ساتني ملي اداره د رسنیو او ټولنیزو شبکو له کارونکو څخه غوښتنه کوي چي تر هرڅه لومړی دقت په پام کي ونیسي او داسي څه نشر کړي چي پر واقعیتونو بنا وي ترڅوپه دې سره عامه اذهان مغشوش نه شي.
پای