د پکتیا ولایت کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۵۰ بستريز روغتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه

ویژه روز-د پکتیا ولايت مرکز ګرديز په کرماشي سيمه کې د متحده عربي اماراتو په مالي لګښت، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په سپارښتنې د یو سل پنځوس بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه، چې شاوخوا پنځه ميليونه امريکايې ډالر لګښت پرې کېږي.
د ياد روغتون د بنسټ ډبرې د ايښودلو پۀ مراسمو کې د پکتیا والي ملا مهرالله حماد، مرستيال والي انعام الله صلاح الدين، د کورنيو چارو وزارت څخه راغلو مسؤلينو، علماء کرامو او قومي مخورو پکې ګډون درلود.
غونډې ته د پیل په وینا کې د پکتیا ولایت عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل،خوښي څرګنده کړه، چې د یاد روغتون ډبره یې کیښوده، د نوموړي په خبره یاد روغتون چې په پنځه ویشت جریبه ځمکه کې جوړیږي شاوخوا تر پنځو میلیونه ډالرو لګښت پرې راځي، چې د مسلکي پرسونل په درلودلو سره به په سټنډرډ طبي وسایلو سمبال وي، نوموړي د ياد روغتون د جوړولو په برخه کې د سراج الدین حقانی، مالي تمويل کوونکي هيواد او د پکتيا ولايت د رهبري له هڅو مننه وکړه.
د غونډې برخوالو ته د پکتيا مرستال والي وويل، چې د یاد روغتون جوړول د سويل ختيځ زون او پکتيا ميشتو ولسونو لپاره مهم او ارزښتمن ګام دی او ډاډ يې څرګند کړ، چې پکتيا کې به همدې ته ورته نورې پروژې هم راتلونکي کال افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د والی مرستیال د پکتيا ولسونو ته د مبارکي مراتب وړاندې کړل او لۀ مسؤلینو څخه يې د ياد روغتون د جوړولو په پار مننه وکړه.
د غونډې پۀ ورستيو کې جنرال محمد شريف منګل د کورنیو چارو وزير خلیفه سراج الدين حقاني په استازيتوب پکتياوالو ته مبارکي وړاندې کړه او زياته يې کړه د ولسونو اړتياوو ته پۀ کتو به ورته نورې پروژې هم پلې شي او ياد روغتون چې د متحده عربي امارتو په مالي تمويل جوړيږي، د سويل ختيځ زون په کچه به غوره روغتيايې خدمات پکې تر سره کېږي.
په دې اړه جوړ شوي مراسم د بنسټ ډبرې ايښودلو او خير په دعايې سره پای ته ورسیدل.
ویژه روز