خبرونه
د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ کې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان کړي دي

ویژه روز-د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ د صوفي خیلو په سیمه کې جمعی ورځ مازدیګر څلور بجې د یوې ناچاودیدونکې سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومندانۍ ویاند وایی،په ټپیانو کې یو هلک او درې نجونې شاملې دي چې عمرونه یې د لسو کلونو څخه کم دي.
د دوی په وینا،د چاودنې له ځای څخه ټپیان ژر تر ژره د پروان ملکي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.
دغه چاودنه له پخوا څخه د پاتې شوې ناچاودلې سرګلولې له امله رامنځته شوې ده
ویژه روز