
ویژه روز✍️د بدن د ویټامین ډي ټیټه کچه له ژور خپګان یا ډیپریشن سره اړیکې لري. په نړۍ کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه وګړي په ژور خپګان اخته دي او دا شمېره په زیاتېدو ده.
*د ژور خپګان ناروغانو ته د ویټامین ډي زرق د هغوی وضعیت او ناروغي ښه کوي.
*د ژور خپګان لپاره هغه خلک ډېر مساعد دي چې په بلاکونو او بې لمره ځایونو کې اوسېږي. د داسې کورنیو ماشومان مخرش او پر ژور خپګان سربېره د هډوکو د ناروغیو لپاره هم مساعد وي.
*ویټامین ډي د لمر له وړانګو څخه د پوستکي په واسطه جوړېږي او د پښتورګو په واسطه په فعال شکل اوړي.
*خپل ماشومان هره ورځ د یو څه وخت لپاره لمر ته مخ کړئ او د خپلې کورنۍ د غړو ویټامین ډي معاینه کړی که کم و نو یو کورس ویټامین ډي ورکړئ.
*په دې سره به یې د ډیپریشن او د هډوکو د رژېدو خطر کم شي.
*د خپل وطن د لمرینو ورځو قدر وکړئ او د هغوی له زړونو راشئ چې د بې لمره اسمان د چتر سیوري ته یې زړونه د ژور خپګان د (چنجیو) خوراک دي او هډوکي یې رژېږي.
پای